Hasa

د مسلمانانو مظاهرې د ځان په تاوان وې

19.09.2012 10:15
لالا بټنوال 21.09.2012 02:17

د ځان مشهورولو دپاره د غربيانو دا مقوله چې وايي داسلام پر ضد عمل وکړه چې نوم اوباسې او مشهور شې عینا د خدایببخښلی حضرت باز اکا یوه ټوکه راياده کړه چې ویل ېې يو د پيسو او عقل لخوا مسکین سړی یو چاته د زړه خواله وکړه او وېې ويل نور ډېر تنګ شوی يم یوه لار راته وښایه چې زه هم مشهور شم ځکه چې هر چېرته اورم فلانی خان دومره ځمکه لري ، فلانی ډېری پيسې لری يا ډېر سړی لري ، زه څه وکړم چې مشهور شم نو په ځواب کې ورته مشوره ورکړه چې نن د جمعې مبارکه ورځ ده ، دټولو کليو اوبانډو خلک لمانځه ته راځی اوته لاړشه د جومات د منبر سره مردارۍ وکه ، کم عقل لاړ او داسې ېې وکړل چې ښه ډېر وهل ېې وخوړل نو کلي په کلي اوازه شوه چې فلانی داسې ناروا کار وکړ ، چې کله جوړ شو خپل مشوره چی پسې ولاړ چې دا څه وشو؟ مشاور ورته ویل ته خپل مرام ته موفقانه ورسېدې اوس په هر کور کې ستا خبرې کیږی ، نوموړو امريکايانو ځان مشهور کړ خو تاوان ېې وکړ او د ټولې غربی نړۍ او امریکا سره ېې خیانت وکړ ځکه که د اسلامی نړۍ واکداران نن سبا هر يو په ځان وېرېږی او دمړزانو غوندې سر په ځنګانه دی او د کار مشران څوک سر په دار شول او څوک سنګسار شول اودوی ځانونه ساتی نود خلکو مظاهرو تا وان ندی کړی اودنیا ته ېې خپل عګس العمل وخود چې ډېر مسلمان پرې خفه شول اود امریکا حيثیت ته صدمه ورسېده

بټنوال صیب، زما له نظره یې تاوان یې داوه چې فلم یې مشهور کړ، فلم له مینڅه نه لاړ، بلکې د مشهورتیا له امله به یې اوس زیات خلګ ګوري... نو د مسلمانانو مظاهرو ګټه څه شوه؟ د امریکا دریځ ته ځکه تاوان نه شي رسولی چې دوی خو د بیان ازادي لاندي اجازه ورکړې چې دا ډول کارونه ترسره شي... نو دولت خو دا کار یو خصوصي کار بولي، نه د دولت نظر!! او نړیوال هم همدې نظر دي چې دا یو خصوصي کار ؤ. البته، مسلمانان حق لري چې مظاهرې وکړي، خو دداسي یو حرکت په وړاندي مظاهري د سپي په لوټه ویستل دي....هسې به یې غپا زیاته شي او بس.
درنښت: حمید هڅاند

عبدالله وفامل 19.09.2012 10:22

نو سیاسي صحنه به څنګه جوړېږي؟

وفامل صیب، دا نو لویه پوښتنه ده. افغانستان د خپلواکۍ د نه لرلو ترڅنګ د سیاسي صحنې له خلا سره مخ دی. موږ ته، د یو مسلمان هیواد په توګه، په کار دي چې لومړی خو ازادي خپله کړو او بیا سالمه سیاسي صحنه رامینڅته کړو، بیا به مو انشا الله هم اقتصادي او هم نظامي دریځ ځواکمن شي...

درنښت
حمید هڅاند