Hasa

د سروزرو سټندرډ او د جګړو د مینځ مهال ازمېښت / لومړۍ برخه ژباړه : حمید هڅاند

29.08.2012 15:20

د سروزرو سټندرډ او د جګړو د مینځ مهال ازمېښت:

په دې برخه کې غواړو لومړی د سرو زرو ستنډرد تر ارزونې لاندې ونیسو چې نږدې له ۱۸۸۰ ز کال څخه یې په څه ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل (۱۹۱۴ز) پوري کار وکړ. بیا به د جګړو مینځ مهال د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۵ کلونو تر مینځ د ښوراند سیستم ارزونه وکړو او ورپسې به دا هم وګورو چې څنګه بېرته هڅه وشوه چې د سرو زرو ستندرد په پښو ودرول شې.( د سرو زرو ستنددر د بېرته په پښو درېدا هڅه د اروپا د مالي بحران په ژورېدو سره ناکامه شوه.)

د سرو زرو ستندرډ مهال(۱۹۱۴-۱۸۸۰ز)

د سرو زرو ستندرد نژدې له ۱۸۸۰ څخه بیا د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل پوري کار وکړ. څنګه چې مخکي یې یادونه وشوه، په دې سیستم کې هر هېواد  د خپل بانکنوټ ارزښت د سرو زرو په وړاندي وټاکه. هېوادونو ومنله چې تر ټاکل شوي ارزښت لاندي تیار دي په هره اندازه چې اړتیا وه سره زر وپېري او یایې و پلوري. څنګه چې د هر هېواد بانکنوټ  د سرو زرو په وړاندي مالوم او ثابت ارزښت درلود، له همدې امله د اسعارو بیې هم ثابتې وې. دا سیستم د مینټ پاریټي په نوم یادېدی.باید وویل شې چې دا بیې به یواځې هغه مهال د مینټ پاریټې له بریده اوښتې چې کله به سره زر له یوه هیواده بل ته استول کېدل، د همدې استونې لګښت به ددې لامل کېده چې تر مالومې کچې زیاتې بهرنۍ پیسې ورکړلې شي . خو بیا هم د اسعارو بیې د سرو ټکو(gold points) ترمینځ بدلون کولی شو او بس. د سرو ټکي هغه بریدونه ول چې ترمینځ به یې د یوه هېواد د پیسو ارزښت بدلون کولی شو. عرضه او تقاضا هغه دوه ازاد فکتورونه ول چې د پیسو ارزښت به یې د سرو ټکو ترمینځ ټاکه. یانې کله به چې د یوه هېواد د بانکنوټ ارزښت له سرو ټکو څخه نور هم په ښکته کېدو شو نو له هېواد څخه به یې بهر ته د سرو زرو په استولو مخه نیوله. په ورته توګه، که چېری به د کوم هېواد د بانکنوټ ارزښت له لوړ ټاکل شوي برید(سرو ټکو) څخه لوړ شو، نو د مخنیوی لپاره به هڅه کېده چې له بهر څخه لا زیات سره زر هېواد ته داخل کړل شي.

د سرو زرو ستندرد په سیستم کې د بیو خپل سري تعادل ته د price specie flow میکانیزم ویل کېده. دې میکانیزم په لاندې توګه کار کاوه: د پیسو د عرضې په موخه، هر هېواد اړ ؤ چې یو له دوه کارونو وکړي؛ یا سره زر عرضه کړي او یا کاغذي بانکونوټونه چې ارزښت یې بیا هم د سروزرو پر وړاندي ټاکل شوی ؤ؛ په دې توګه د کمښت لرونکو هېوادونو د پيسو عرضه به کمېده. بل پلو د ډېرښت لرونکو هیوادونو د پیسو عرضه به زیاتېده. په دې توګه، په کمښت لرونکو هېوادونه کې به د توکو نرخونه ټیټېدل او په ډېرښت لرونکو هېوادونو کې به د توکو نرخونه لوړېدل. په نتیجه کې به د کمښت لرونکو هېوادونو صادرات مخ پرزیاتېدو شول ترڅو کمښت له مینځه ولاړشي؛ ددې کار عکس به په ډېرښت لرونکو هېوادونو کې تر سره کېده.

لرغونو اقتصاد پوهانو عقیده لرله چې پورتنی میکانیزم په ښه توګه کار کاوه، ځکه خو د دوی په اند دولت اړ نه ؤ چې له پیسه ییزې تګلارې څخه د یوې وسیلې په توګه په کار اخیستلو سره، له پیسه ییز پړسوب څخه پاکه مکلمه ګمارنه رامینځته کړي. دوی په دې اند ول چې ګواکي له پیسه ییز پړسوب څخه سوچه مکلمه ګمارنه ترلاسه کول یوه په خپل سر را مینځته کېدونکې ښکارنده ده.

لکه مخکي چې مو وویل؛ د تعادل رامینځته کېدل د سروزرو په ستندر کې یوه خپل سري خبره ګڼله کېده، له همدې امله هېوادونو ته په کار وه چې له ‌کسر او ډېرښت څخه د رامینځته کېدونکو ستونزو تش ننداره وکړي او پرېږدي چې خپل سری تعادل خپل کار تر سره کړي. پرځای یې ‌کسر لرونکو هېوادونو ته په کار وه چې د پیسو عرضه کمه کړي او ډېرښت لرونکو هېوادونه ته په کار وه چې د پور ورکول او د پیسو عرضه زیاته کړي. خو، هغه څه چې باید شوی وای، و نه شول.

“Nuke and Bloomfield”و موندله چې ‌‌ډېری مهال چارواکو هڅه کوله چې له کمښت او ډېرښت څخه راپیداکېدونکې ستونزې په لوی لاس خنثي کړي. دې کار خپل سری تعادل تر پوښتنې لاندي راوست. Michaely په ځواب کې دا ویل چې ګواکي د چارواکو دا کار اړین ځکه ؤ چې د پیسو له زیات کمښت او بې کچې ډېرېدا څخه په هېوادونو کې مخه ونیوله شي.

په نتیجه کې په لنډه توګه ویلی شو چې د سرو زرو ستندر کې تعادل خپل سری فرض شوی ؤ او د ډېرښت  او کمښت ستونزې به په طبیعي توګه د هېوادونو ترمینځ د سروزرو په لېږدول کېدا سره له مینځه تلې. خو حقیقت څه بل شان ؤ. په 1920مو کلونو کې توزنګ او زده کوونکو یې و موندله چې د کسر او ډېرښت تعادل تر انګېرل شوې کچې خورا چټک دی. دوی دا هم وموندله چې دا خپل سری تعادل د هېوادونو ترمینځ د سروزرو د لېږدېدا له کبله نه بلکې د نړیوالې پانګونې له کبله دی. یانې کله چې به انګلستان د بېلګې په توګه د کمښت لرونکی شو، نو ددې هېواد د پیسو عرضه به کمېده، د سود کچه به لوړېده او دا هرڅه به ددې لامل کېدل چې بهرنۍ لنډمهالې پیسې به هېواد ته راماتې شوې او پایله کې به د کمښت ستونزه په هوارېدو شوه. انګلستان وروسته په لوی لاس ددې کار کول پیل کړل. په لوی لاس به یې د سود کچه زیاته کړه، دې کار به بهرنۍ پیسې هېواد ته راماتې کړې او د کمښت ستونزه به یې هواره کړه. د ډېرښت په مهال به یې ددې کار عکس تر سره کاؤ.

د سروزرو ستندرد همدا خپل سری تعادل په ټوله مانا خپل سری نه ؤ او د تمې په خلاف به یې خورا زیات وخت ونیو. ډېری تعادلونه د پرایس سپیشه فلو د میکانیزم له مخې هم نه ول. خو پوښتنه داده چې ددغوستونزو له شتون سره سره ولي د سروزروستندرد اغیزمن ؤ.د سرو زرو ستندرد او خپل سری تعادل ځکه اغېزمن و چې همدغه مهال(۱۸۸۰- ۱۹۱۴) یو شمېر بېلې ځانګړتیاوې لرلې. همدغه ځانګړتیاوې ددې لامل کېدي چې تعادل ژ

ر او اغېزمن وي او په پایله کې دسرو زرو ستندر یو کارنده او قناعت بښونکی سیستم پاتې شي. د سرو زرو ستندر له ۱۸۸۰ څخه بیا د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل پوري کارنده ؤ. دا یوداسې مهال ؤ چې د نړۍ سراسر نژدې ټول هېوادونه د اقتصادي غوړېدا څخه برخمن ؤ، د هېوادونو اقتصادي حالت ښه او مخ پر غوړېدا ؤ. په دې سربېره، پونډ سټرلنګ یواځینی مهم نړیوال بانکنوټ ؤ او لندن د نړۍ لوی مالي او پیسه ییز مرکز ؤ. د نړۍ اقتصادي حالت بې ثباتي نه لرله او پونډ سټرلینګ د یوه باور وړ بانکنوټ حیثیت ساتلی ؤ. په ورته حالاتو کې ګمان کېږي چې هر ډول نړیوال مالی سیستم ښایې قناعت بښونکی کار کړی وای.

په هر حال؛ بې له دې چې د سروزرو ستندرد د مهال ټول هغه لاملونه چې ددې سیستم د پایښت سبب شول، راپیدا او رامینځته نه شې؛ ددې سیستم بېرته په پښو درول یوه نا شونې خبره ده. خو بیا هم، د سرو زرو ستندر د (پخوانیو ښو ورځو) په نوم یادېږي. داهم غواړم ووایم چې، د سرو زرو ستندر او یا بل هر ورته سیستم رامینځته کېدل نه یواځې نن بلکې په اټکل کېدونکې نژدې راتلونکې کې هم ناشونی کار دی.


نوربیا...


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.