Hasa

زرینې کرښې/ د ژوند سفر

30.09.2012 09:10
د ژوند سفر


ابن عمر رضي الله عنه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته په اوږه لاس کېښود او ویې ویل:
"په ژوند کې داسې اوسه لکه به کومه لاره چې نابلدی یا لاروی یې"

ابن عمر به ویل، کله چې سهار له خوبه پاڅې، داسې تمه مه لره چې ماسخوتن به هم ووینې، او کله چې ماسخوتن شي، داسې تمه مه لره چې سهار به ووینې. د صحت له خرابوالي نه مخته دي له خپلې روغتیا ګټه واخله او له مرګ نه وړاندي دي له ژوند څخه ګټه پورته کړه.

[البخاري]


مسلمان ته په کار ده چې له وخت نه اعظمي ګټه پورته کړي. د اپل کمپنۍ مشهور CEO، سټیف جابس، چې ځان ته یې iCEO لقب کاراوه، په خپل کاروبارې ژوند کې یو خورا کامیاب کس وو. د ده ناروغي داسې وه چې ډاکټرانو ورته ویلي ول چې په مرګ دی باور نشته، ممکن نن ، ممکن سبا ستا صحت د ښه کېدو وړ نه وي. سټیو په خپله یوه مرکه کې وایې: زه هر سهار له ځان سره وایم چې سټیوه! نن ممکن ستا د ژوند وروستۍ ورځ شي، خپل لومړیتوبونه وپېژنه، نن باید څه وکړې؟ بیا ټوله ورځ هماغسې هڅې کوم لکه سبا چې نه یم.

موږ خو الحمدالله مسلمانان یو، هغه د چا خبره، سټیف نو څه خانه لرله! افسوس چې بیا هم له وخت نه ګټه نه شو پورته کولی. یو مسلمان باید د ژوند کولو نمونه یا بېلګه وي. موږ ته لومړیتوبونه تر هر بل چا ښه مالوم دي، راځئ هڅه وکړو چې په دین به منګولو لګولو سره له وخت او ژوند نه اغېزناکه ګټه پورته کړو.





مصباح 01.10.2012 04:30

قدرمنه ڈیرہ پہ زڑہ پورےگلالئ خبری دی کڑی_خدای پاک جل جلالہ ھم فرمایی"وماأنتم إلاعابري سبيل"_ھغہ ستاخبرہ موژخومسلمانان ھم یوبایدپہ خپل قران ترھرسہ لمخہ عمل وکڑو یوکافرچہ نوم یی لہ یادہ رانہ وتی دہ وایی چہ کلہ انسان وغواڑی کامیاب شی نویوچوکاٹ دی جوڑکڑی دورزےٹول کڑہ وڑہ دی پکی ولیکی دسباکڑہ وڑہ دی بیاولیکی درییمہ ورز دی مقایسہ کڑی کہ ددواڑو ورزوکارونہ ناقص یامساوی راغلونوداسڑی ناکام دی/زماپہ اندداڈیرہ ژورہ خبرہ دہ بایدسڑی پورہ فکروکڑی

حميدالله زړه ور صا پی 01.10.2012 00:43

السلام علیکم،<br />مایوبل حدېث شريف اورېدلی٠٠انحضرت ص٠فرمايلي،په دنياکې داسې ژوندکوه<br />لکه هېڅ چه نه مرې اواخرت پۀ فکر کې داسې اوسه لکه سبا چه مړ کېړې؟<br />ستاسوخبره صحېح ده چه مونږ مسلمانان خاصتا افغانان دطلاېی حتی يورانېمې اوالماسي وقت څخه استفاضه نه ده کړې اونه ېي کوو؟٠خوانشاالله چۀ ؤبه ېی کړو٠واخر دعواناان الحمد للله رب العالمين٠

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.