Hasa

وړسوچ اوپرورځني ژوندیې اغېزي

13.10.2009 18:43

وړسوچ اوپرورځني ژوندیې اغېزي

«سوچ»دانسان ددماغ دهغې کړني نوم دی چې په پایله کې یې د«اند»په نوم یوه ښکارنده زېږي،دااندبه یا«وړاند»یا«ناوړه اند» له ځانه ســــــــره ولري،په ټولیزه توګــــــــــــــــــــه دځان جوړوني(personality development) په پوهه کې دوړاندخاوندکس تــــــــــــــــــــــــــه هیله مند(optimist)اودناوړه اندخاوند کس ته ناهیلی(pesimist)  ویل کېږي. وړسوچ تــــــــــل دستونزودمخنېوي اوهواري پرلوري کږون لري خوناوړه ســـــــــــــــــوچ بیادستونزودمخنېوي همداشونتیاله منځه وړي اوتل دناکامۍ لپـاره دبهانوپه لټه کې وې. دوړسوچ خاوندکسان یاهیله مندخلګ تـــــــــــــل خپلووړتیا‌‌ؤ،دندو،لاسته راړنواوآن تشویانې پاتي راتلنوته دهیلـــــــه مندۍ په سترګوګوري،هغوی ان په نشت کـــــــــــې لا دیوڅه په لټه کــــــــــې وې؛خوناهیلي،هغوی چې دناوړه اوبې ځایه سوچ څښتنان دي،خـپــل هرڅه ته دناهیلۍ په سترګه ګوري،هغوی ته خپلي وړتیاوي نــــــــــدی مالومي،که کومه بریاولري هم ورته دیوتصادف په سترګه ګوري اوکه پاتي راتلنه ولري بیاخویې پوښتنه مه کوه،ددې پرځای چې دځـــــــــان جوړوني اودخپلونیمګړتیاؤدسمون په لټه کې شې لایې اروایې حالت کمزوری کېږي اودژونددستونزوپروړاندی دمنښت سرټيټوي.

راځۍ دیوې ژوندۍ بېلګي په ورکــــــــــــــولوسره وپوهېږوچې وړسوچ اوناوړه سوچ څه ته ویل کېږي،هیله منداوناهیلي څه ډول خلک دي اودسوچ له ډول څخه زموږژوندڅه ډول اغېزمن کېږي؟

په پوهنتون کې دبریالي اونوښت نن لمړنۍ ورځ ده،هغـــــوی ټولګي ته ننوتل،دوی شاوخوااتیازده کړیــــــــــــــالان ویني،دډول ډول څېروڅښتنان،دډول ډول ژبوویونکي، دډول ډول کلتورونوښودونکي دلته ددوی کوم پخوانی انډېول نشته ،هغوی خپل  نوي ښوونکي ویني ؛نوې ودانۍ،نوی ټولګی،نوي ټولګېوالان،نوي ښوونـــــــــــــــکي اوپه لنډوکې دوی دواړه یو نوي چاپېریال چې لاورسره نااشنادي ویني. داددوی دنوي ژوندیونوی پړاودي،دې ټولوته په کتوسره که زه له تاسونه وپوښتم چې کوم شوني سوچونه به ددوی په مغزونوکې لاري وکړي،اویاکه وپوښتم چې که تاسوددوی پرځای وای نوڅه سوچ به موکړی ؤ؟ مخکي تر دې چې راتلونکې لیکي ولولۍ، پورتنۍ پوښتني ته دځواب هڅه وکړۍ.

ښه،پوهېږۍ بریالی په څه سوچ کې دۍ؟ بریالی پـــــــــــــــــه لـــــــــــــېوالتیاداهرڅه څاري له ځانه سره لګیادی، ځانته وایې چې یاره بریالیه داودومره نوي ملګري درباندي خدای(ج) ولورول،نوې ژبي به زده کړې،له نویوکلتورونوسره به اشناشې،نوي شیونه به زده کـــــــــړې ،دبلاځایونوپه اړه به مالومات پیداکړې،که خدای(ج) کول پــــــــه دې دومره ټولګېوالانوکې به ښه نمره خپله کړې. هغه لالګیادی خپــــــــــــل سوچونه کوي خوخبریاست چې نوښت په څه سوچونوسردی؟ نه یاست خبر،ښه زه موخبروم؛هغه دوه زړی دټولګــــــــــي په کوم کنج کې ناست دی،له ځان سره په بانډارکې توددی،ځانته وایې چې یاره نوښته هغـــــه ښوونځي خولاښه ؤ دخپل ځای خلک ؤ،له- ټولوټولګېوالانواوښوونکوسره اشناوي،سات دې تېرؤ،دااوس په څه غم سرشوې،یوخودومره څوک نشته چې ورسره دزړه خواله وکړې اوبل په دې دمره زده کړیالانوکې به خدای شته بریالی شې کنه؛ دوی دواړه په همدې سوچونوسردي چې پوهنتون رخصتېږي.

ددوی دواړودسوچنوپه زړه پوري والی یې په پایلوکې پروت دی،بریالی به سرله همدې لمړنۍ ورځي نه پوهنتون ته په ډېره لېوالتیاتګ پیل کړي، هغه به ځانته نوي ملګري پیداکړي،هغه به په لوستونوکې ټینګي هڅي وکړي اوپه پایله کې به هغه خپله راتلونکې رڼه کاندي؛خونوښت چې لایې سرله همدانن څخه ځانته ناهیلي پیداکړه ښایې دکال په اوږدوکې ډېره کمه حاضري ولري،دهري ورځي په تېرېدوسره به یې همدامنفي ارزونه نوره هم ځواکمنه شي اوخدایشته چې هغه به لابریالی شي اوکنه. ګورۍ په زړه پوري ټکی دادۍ چې ددوی همدایوه سوچ څومره ژوري پایلي وزېږولې.

دوړسوچ سرچینه زموږپه باورنوکې ده،زموږداباورونه دپېښوپروړاندي زموږدانګېرني دډول زېږنده دي ،نوځکه ویلی شم،   هغه څه چې دانسانانودژوندتګلوري ته بدلون ورکوي هغه له بهرنیوپېښوڅخه ددوی دانګېرنی ډول دی،نه همداپېښي.

ډېری په دې انددي چې ناوړه سوچ ترډېره ځایه دیوچاپرنیمګړتیاؤاونه وړتیاؤولاړدی،ددې ډلي خلکودلیل دادی چې که یوڅوک دیوې وړتیانشت احساس کړي اویاپه ښکاره یوه ځانګړې وړتیاونلري اوبیایوداسي مهال راشي چې پکې همدغه وړتیابایدوکاروله شي نوپه ښکاره توګه هغه څوک چې وارله مخکي لا په خپله دې نیمګړتیاخبروي ښایې ځان ګوښه وساتي اوکه بیاهم دمجبوریت له مخي دځان دازمویلوخبره وي نوهمداسړی به هرومروګواکي دناوړه سوچ خاوندکس وي اودپایلي په اړه به ناهیلی وي ،راځۍ وګوروچې ایادادلیل پرځای دی اوکه څنګه:

دیوه حقیقت په توګه دنړۍ بنسټ پریوه اصل ولاړدۍ چې دې اصـــــل ته د«پرېمانۍ اصل»( the principle of abundance)ویـــــــــــــــــــل کېږۍ،ددې اصل له مخي دخدای(ج) په دې بې کچې کایناتوکې دهیڅ شي کمی نشته،ددې اصل له مخي هرڅوک، په هرځای کې، په هرمهال کې،هرڅه چې دالله(ج)له دربارڅخه وغواړي ،الله(ج) دخپل رحمت له مخي دهغــــــــــــــــــــــــــه دادوعامني اوداکس به انشاالله دخپــــــــــــــلي غوښتني ترلاســـــــــــــــــــــــــه کوونکی شي،خوداچې څنګه اوڅه وخت دابیاپرڅونوروشیانوتکیه لري؛راځۍ وګورو چې څنګه کولی شویوڅه لاسته راوړو:

نوربیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا.....

اتل 14.10.2009 08:24

رښتیاهم ښه لیکنه ده!!!!

فیصل حسېب 13.10.2009 20:28

سلامونه او نیکی هیلي درته وړاندي کومه
پس له سلامه ستا دا لیکنه مي ډیره خوښه شوه که څه هم زه ستا لیکني ته په پام
سره د هیله مندو په ټولګي کي راځم خو ستا دا خبره مي بیخي زړه ته ولویده
همدغسي چل په ما او یو ملګري مي د پوهنتون په لمړۍ ورځ شوی وو .
هغه دومره وارخطا وو په لمړۍ ورځ چي زه یی وویرولم ما ویل چي پوهنتون
اوس پرینږدي. خو دا چي بیا زه دلته هندوستان ته راغلم او هغه هملته پاتي شو
نو نه پو هیږم چي اوس به هم ناهیلی وی او که هیله مند.
راځم ستا لیکني ته چي ډیر ښایسته ، ژوندی او روڼ مثال دي راوړی زه دي
پري حیران کړم ما ویل که زمونږ د کیسې نه خبر یي.
مننه ددې لیکني نه دي .
ژوندی اوسي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.